ایران د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز رد کړامریکايي سرچینې د تهران ځواب “سخت” بللی

امریکايي رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی چې ایران د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز رد کړی او خپل ځواب یې “سخت” بلل شوی دی.

د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران ۱۰ ماده‌یي ځواب سخت دریځ ښيي او لا څرګنده نه ده چې دا به د دیپلوماټیک حل لور ته لار هواره کړي که نه.

ایراني رسمي رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې تهران موقتي اوربند نه مني او پر دې ټینګار کوي چې جګړه باید دایمي ډول پای ته ورسېږي، هغه هم د ایران د شرایطو په نظر کې نیولو سره.

تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو راتلونکی مبهم دی او د سیاسي حل په اړه شکونه زیات شوي دي.

Exit mobile version