رضایي: د ټرمپ ګواښونه د کمزورۍ نښه ده

د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران پوځي سلاکار محسن رضایي د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د هغه ګواښونه د کمزورۍ او قهر څرګندونه ده.

رضایي په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر له دې چې «تنګي به پرانیزم» اوس دې مرحلې ته رسېدلی چې «تنګي پرانیزئ» او له سپکاوي ډکو خبرو کار اخلي.

هغه زیاته کړې چې د ټرمپ د ګواښونو دوام به یوازې هغه د ایران پر وړاندې د جګړې په «خپل جوړ شوي باتلاق» کې نور هم ډوب کړي.

رضایي ویلي چې ټرمپ به یوه ورځ پوه شي چې نړۍ یوازې د هغه د یو نفره نمایش لپاره نه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه کړې او د سختو پوځي بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې په ایران کې به د راتلونکو بریدونو لپاره مشخص مهالوېش ټاکل شوی دی.

Exit mobile version