روسیه: بېرته بګرام ته د امریکا ستنېدل د منلو وړ نه دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې بګرام اډې ته د امریکايي ځواکونو بېرته ستنېدل او د امریکا پوځي تأسیساتو ځای پر ځای کول «هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.»

هغه د ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې مسکو په افغانستان یا د دې هېواد په ګاونډیو کې د امریکا او ناټو د پوځي زېربناوو له جوړېدو سره، د هر ډول پلمې لاندې، مخالف دی.

کابلوف هیله څرګنده کړې چې طالبان به هم همدا دریځ خپل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې بګرام اډې ته د امریکا د احتمالي بېرته لاسرسي په اړه ګمانونه زیات شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي چې دا ډول غوښتنې مخکې هم د ډونالد ټرمپ د حکومت له خوا مطرح شوې وې او نوې موضوع نه ده.

Exit mobile version