
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د دې ډلې ځواکونو د بلخ په ولایت کې شپږ کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د دې محکمې د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د حوت میاشتې په ۱۳ او ۲۰ نېټو د خلکو په وړاندې مجازات شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په مجازات شویو کسانو کې پنځه نارینه او یوه ښځه شامل دي، خو د هغوی د تورونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې څو ځله تورن کسان د بدني مجازاتو لکه دورو وهلو په سزا محکوم کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونه دا ډول مجازات د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او وایي چې دا کړنې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره هم برابرې نه دي.