د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی او له خپلو وګړو او په اسټرالیا کې مېشتو افغانانو یې غوښتي چې په هېڅ ډول شرایطو کې، حتی د ودونو په مراسمو کې د ګډون یا د خپلې کورنۍ د غړو د لیدنې لپاره هم افغانستان ته سفر ونه کړي.
د دغه وزارت د سفر لارښود څانګې د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په اتمه، ویلي چې د اسټرالیا یو شمېر وګړي په افغانستان کې وژل شوي، ټپیان شوي یا هم په خپلسرې توګه نیول شوي دي.
په خبرتیا کې راغلي چې په افغانستان کې موجود خطرونه «رښتیني او جدي» دي او هغه کسان چې دې هېواد ته سفر کوي، ښايي بېرته اسټرالیا ته د ستنېدو توان ونه لري. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې دغه خطرونه د ښځو لپاره لا زیات دي.
د اسټرالیا حکومت ویلي، که په افغانستان کې یې وګړي له ستونزو سره مخ شي، د قونسلي خدمتونو او مرستو د وړاندې کولو وړتیا یې ډېره محدوده ده.
اسټرالیا لا هم افغانستان د سفر د خبرداري په تر ټولو لوړه کچه، یعنې څلورمه درجه، کې ساتلی دی. دا کچه هغو هېوادونو ته ځانګړې شوې چې د ترهګریزو بریدونو، وسلهوالو نښتو، تاوتریخجنو ناارامیو، خپلسرو نیونو او پراخو جرمونو لوړ خطر پکې موجود وي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې سراسري امنیت تأمین کړی، خو د نړۍ ګڼ هېوادونه لا هم خپلو وګړو ته افغانستان ته د نه سفر سپارښتنه کوي.















