د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر هبتالله آخندزاده په حکم، د «ترافیکو پولیس» نوم «شرطه عبور او مرور» ته بدل شوی دی.
دغه بدلون د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په اتمه، په خپره شوې خبرتیا کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول کارول شوی دی. په همدې خبرتیا کې د لویو لارو پر سر د هغو ټراکټورونو، ریکشاګانو او نورو نقلیه وسایطو د شپې تګ راتګ هم منع اعلان شوی چې څراغونه نه لري.
طالبانو تر اوسه د دې نومبدلون په اړه رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی، خو سرچینې وایي دا اقدام د هبتالله آخندزاده د هغې لارښوونې برخه ده چې له مخې یې ځینې اصطلاحات باید په هغو کلمو بدل شي چې د هغه په باور «اسلامي صبغه» ولري.
طالبانو تر دې وړاندې هم د «سرحدي پولیس» نوم «شرطه سرحدي» ته بدل کړی او د یو شمېر دولتي ادارو له نومونو یې د «ملي» کلمه لرې کړې ده. د رسمي اسنادو له مخې، «د احصائیې او معلوماتو ملي اداره» په «د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره» او «د ازموینو ملي اداره» په «د ازموینو عمومي اداره» بدله شوې ده.
همدارنګه، افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي چې د طالبانو مشر هڅه کوي د «ملي تلویزیون» نوم هم «د شریعت غږ» ته بدل کړي، خو دا موضوع تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.















