
د نړۍ تر ټولو لوی د کنډوم تولیدوونکی شرکت «کاریکس» اعلان کړی چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړې او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله به د دې محصول بیې تر ۳۰ سلنه پورې لوړې شي.
د شرکت مشر ویلي چې د ربړ او نورو لومړنیو موادو بیې لوړې شوې او د تولید لګښتونه یې زیات کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د عرضې په زنځیر کې ګډوډي رامنځته شوې او دا چاره د اروپا او امریکا بازارونو ته د توکو په لېږد کې ځنډونه رامنځته کړي دي.
کاریکس، چې هر کال شاوخوا پنځه میلیارده کنډومونه نړیوال بازار ته وړاندې کوي، خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې د کمبود احتمال شته.
د شرکت په وینا، د هرمز تنګي تړل کېدل او د پټروشیمي سکتور اړوند موادو باندې فشار، د تولید پر بهیر مستقیم اغېز کړی او بازار یې «ډېر حساس» کړی دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که په منځني ختیځ کې کړکېچ دوام وکړي، بیې به لا لوړې او کمبود به جدي شي.











