
د طالبانو د کرنې وزارت یو پلاوی مسکو ته د سفر پر مهال له روسیې غوښتي چې د تب برفکي ناروغۍ پر ضد د واکسین په تولید کې همکاري وکړي.
د راپورونو له مخې، دغه پلاوي د روسیې د وترنري څارنې او د نباتي قرنطین سیستم له نږدې لیدلی او دا یې د افغانستان لپاره اړین بللی دی.
طالب چارواکو له روسیې غوښتنه کړې چې د دې ناروغۍ د نوې بڼې پر وړاندې واکسین تولید کړي، چې دا مهال په افغانستان کې خپرېږي.
همداراز، د راپورونو له مخې، دې پلاوي د روسیې څخه د کرنیزو او حیواني محصولاتو د وارداتو د زیاتولو غوښتنه هم کړې ده.
ویل کېږي چې روسیې د روان کال له پیل راهیسې تر اپریل پورې شاوخوا ۴۴ زره ټنه غلې دانې افغانستان ته صادرې کړې دي.
تب برفکی یوه خطرناکه د حیواناتو ناروغي ده چې کولی شي د مالدارۍ سکتور ته لوی زیان ورسوي او حتی د څارویو د مړینې لامل شي.
کارپوهان وایي چې د دې ناروغۍ مخنیوی لا هم د افغانستان د کرنې په برخه کې یو مهمه ننګونه ده.










