
طالبانو په کابل کې د عمر ګلستان استوګنیز ښارګوټی دولتي ملکیت اعلان کړی؛ هغه پرېکړه چې د اوسېدونکو په وینا زرګونه کسان یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
د ورکړل شوې ابلاغیې له مخې، اوسېدونکو ته لس ورځې وخت ورکړل شوی څو خپل کورونه تخلیه کړي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې د دې مودې تر پای وروسته به څه اقدام وشي.
عمر ګلستان ښارګوټی د کابل په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او شاوخوا ۷۰۰ اپارتمانونه او ګڼ سوداګریز مرکزونه پکې شامل دي.
ډېری اوسېدونکي وایي چې پرته له مستقیمې ارزونې او مشورې، له داسې پرېکړې سره مخ شوي چې د دوی ژوند، پانګه او راتلونکی ګواښي.
ځینو سرچینو ویلي چې د دې ښارګوټي ځینې برخې، د رهنما دفترونو او یو کلب په ګډون، مهر او لاک شوې دي.
اوسېدونکي د پخواني حکومت د ملکیت اسنادو ته اشاره کوي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ وایي چې دا ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې دولت ته سپارل شوې ده.
دا موضوع یو ځل بیا د ملکیت د شفافیت، د پانګونې د خوندیتوب او د لویو استوګنیزو پروژو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتوي.











