په هرات کې یو شمېر ښځو او اوسېدونکو د طالبانو له لوري د ښځو پر جامو او بڼې د محدودیتونو د سختېدو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا اقدامات یې غیرعادلانه، سلیقهییز او له سیمهییزو ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.
دا غبرګونونه وروسته له هغې پراخ شول چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولینو په هرات کې د ښځو د پوښاک د څار او کنټرول لپاره نوي اقدامات پیل کړل.
ځایي سرچینې وایي چې د شنبې په ورځ د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د طالبانو محتسبانو پراخ عملیات ترسره کړي او هغه ښځې یې نیولې دي چې د طالبانو د ټاکل شویو معیارونو له مخې یې د حجاب شرایط نه وو پوره کړي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یوازې د ښار په یوه برخه کې تر شلو ډېرې ښځې نیول شوې دي. سرچینې زیاتوي چې دغه نیونې د هغه نوي لارښود له مخې ترسره شوي چې د طالبانو له لوري په وروستیو ورځو کې نافذ شوی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د هرات د یو شمېر ښځو او اوسېدونکو له خوا خپره شوې، راغلي چې د ټولنیزو اصولو سخت او افراطي تفسیر نه یوازې د هرات له تاریخي او فرهنګي ځانګړتیاوو سره سمون نه لري، بلکې پر ښځو یې رواني او ټولنیز فشارونه هم زیات کړي دي.
د دغې اعلامیې خپروونکي وایي چې د ښځو د جامو او ظاهري بڼې پر بنسټ نیول او محدودول، د هغوی د ټولنیز حضور ساحه لا نوره هم تنګوي او د خلکو ترمنځ د وېرې فضا پیاوړې کوي.
دوی خبرداری ورکړی چې د ښځو د شخصي ازادیو او بنسټیزو حقونو محدودول به د ټولنې پر رواني وضعیت او ټولنیز مشارکت اوږدمهاله اغېزې ولري.
هرات له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې پکې د ښځو د پوښاک، تګ راتګ او په عامه ځایونو کې د حضور اړوند مقررات په پراخه کچه عملي شوي دي. په دې موده کې څو ځله د تلاشي پوستو، د موټرو د درولو او د ښځو د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.
بشري حقونو سازمانونو له دې وړاندې هم د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو بنسټیز حقونه او ازادۍ تضمین کړي.
شنونکي باور لري چې د ښځو د حقونو موضوع لا هم د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف له مهمو مواردو څخه ده. د محدودیتونو هر ډول زیاتوالی نه یوازې د ښځو پر ورځني ژوند اغېز کوي، بلکې د افغانستان پر نړیوال وضعیت او له نړۍ سره پر اړیکو هم مستقیم اغېز لرلای شي.














