د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سنتکام، اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو څو ایراني بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې چې د هرمز تنګي او د خلیج فارس د ځینو هېوادونو پر لور توغول شوې وې، رهګیرې او له منځه وړې دي؛ هغه ادعا چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان پوځي کړکېچ د لا پراخېدو نښه ګڼل کېږي.
سنتکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې ایران وروسته له هغې اووه بالستیک توغندي توغولي چې څلور تهاجمي بېپیلوټه الوتکې یې د هرمز تنګي پر سر له لاسه ورکړې وې.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، دغو بېپیلوټه الوتکو د سیمې د سمندري تګ راتګ لپاره فوري ګواښ رامنځته کړی و او له همدې امله امریکايي ځواکونو د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره پوځي اقدام کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د ساحلي څارنې ځینې راداري تأسیسات د ګورک په سیمه او د قشم په ټاپو کې په نښه کړي دي.
سنتکام ادعا کوي چې دغه اقدام د ځان دفاع او د نړیوالو سمندري لارو د خوندي ساتلو لپاره ترسره شوی دی.
د امریکا د لومړنیو ارزونو له مخې، د ایران له لوري توغول شویو اوو توغندیو څخه شپږ رهګیر شوي او اووم توغندی هم خپل هدف ته نه دی رسېدلی.
امریکايي چارواکي وایي تر اوسه د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې یا زیان په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.
سنتکام همداراز د ایران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د بحرین په پنځم سمندري ځواک یا امریکايي پوځي تأسیساتو ته زیان اوښتی دی.
دغه اعلامیه داسې مهال خپره شوې چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی په بېساري ډول زیات شوی دی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوال نفتو د صادراتو یوه لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي. له همدې امله هر ډول پوځي کړکېچ په دې سیمه کې کولی شي د نړیوالو بازارونو او انرژۍ پر امنیت مستقیم اغېز وکړي.
له بلې خوا، ایراني چارواکو مخکې ویلي وو چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د «دښمن اډې» په سیمه کې په نښه کړې دي، خو د دواړو هېوادونو روایتونه د دغو بریدونو د پایلو په اړه له یو بل سره څرګند توپیر لري.
د دې تحول مهم اړخ دا دی چې دواړه لوري اوس په ښکاره ډول د مستقیمو پوځي اقداماتو او متقابلو بریدونو په اړه خبرې کوي؛ هغه وضعیت چې د خلیج فارس د امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ بازارونو په اړه اندېښنې زیاتوي.
سنتکام په پای کې ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه لا هم د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي او که د دوی په وینا د ایران له لوري «بېدلیله بریدونه» دوام وکړي، دفاعي اقدامات به هم دوام ومومي.
شنونکي باور لري چې د تاوتریخوالي اوسنی بهیر کولی شي سیمه له یوې پراخې امنیتي ننګونې سره مخ کړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د خلیج فارس ثبات د نړیوال اقتصاد او انرژۍ له امنیت سره مستقیم تړاو لري.














