د افغانستان شنونکو شبکې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د هېواد چاپېریالي ستونزې نورې یوازې د اقلیمي بدلون تر بحث محدودې نه دي، بلکې په یوه پراخ او څو اړخیز بحران بدلې شوې چې د اوبو سرچینې، د خوړو خوندیتوب، عامه روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات په یو وخت اغېزمنوي.
دغه څېړنیز بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې د اوبو بحران اوس یوازې وچو ولایتونو پورې محدود نه دی، بلکې د افغانستان ګڼ ښارونه له جدي ستونزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، که څه هم تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکنیو اوبو د احتمالي کمښت په اړه نړیوالو خبرداریو پراخ پام ځانته اړولی، خو ورته وضعیت په نورو ښارونو کې هم لیدل کېږي.
شنونکي وایي د اوبو نلونو وچېدل، د لا ژورو څاګانو کیندل، د ځمکنیو اوبو د سطحې ټیټېدل او د مسؤلو ادارو کمزوری غبرګون د ډېرو افغانانو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
راپور د افغانستان د خوړو خوندیتوب وضعیت هم نازک بللی دی. که څه هم په ځینو سیمو کې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو اصلاح شویو تخمونو وېش د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي هیلې پیدا کړې دي، خو پرلهپسې وچکالۍ او د سوداګریزو لارو ستونزې لا هم د میلیونونو خلکو معیشت ګواښي.
د راپور له مخې، افغانستان سره له دې چې د نړۍ د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو څخه د نړۍ له تر ټولو زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
شنونکو اټکل کړی چې سیلابونه، وچکالۍ، ځمکښویېدنې، واورین ښویدنې او د سختې تودوخې څپې هر کال د هېواد اقتصاد ته له سلګونو میلیونو څخه تر څو میلیارده ډالرو پورې زیان رسوي.
په راپور کې د هوا ککړتیا هم د افغانستان له مهمو چاپېریالي ګواښونو څخه بلل شوې ده.
څېړونکي وایي کابل د ژمي په موسم کې د ډبرو سکرو، لرګیو او غیرمعیاري سون توکو د لوګي له امله له سختې هوايي ککړتیا سره مخ وي، خو د هېواد په ځینو جنوب لوېدیځو او شمالي سیمو کې لا هم د هوا کیفیت تر ټولو خراب ثبت شوی دی.
د راپور په وینا، د وچکالۍ، د طبیعي سرچینو د تخریب او د سرحدونو هاخوا عواملو له امله د دوړو او شګو توپانونو د هوا ککړتیا نوره هم زیاته کړې ده.
دغه راپور د اوبو د سرچینو ککړتیا، د ښاري فاضله اوبو د اغېزمن سیستم نشتوالی، د کثافاتو ډېروالی او د غږیزې ککړتیا پراخېدل هم د افغانستان د ښارونو له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو څخه یاد کړي دي.
د راپور لیکوالان خبرداری ورکوي چې که د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره اغېزمن پلانونه او پانګونه ونه شي، افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د عامې روغتیا، اقتصادي ستونزو، کورنیو بې ځایه کېدنو او ټولنیز ثبات په برخو کې له لا لویو بحرانونو سره مخ شي.
د شنونکو په باور، د چاپېریال اوسنی بحران یوازې د طبیعت ستونزه نه ده، بلکې د میلیونونو افغانانو د ژوند، اقتصاد او راتلونکې لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان لا هم د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، د اوبو د کمښت او د چاپېریالي زیانونو له سختو اغېزو سره مخ دی او د نړیوالو مرستو او اوږدمهاله پلانونو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.














