د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د خپلې یو اتیا یمې دورې لپاره رئیس، مرستیالان او د اصلي کمېټو د رهبرۍ غړي وټاکل چې افغانستان هم د دغې دورې د مرستیالانو له ډلې غوره شوی دی.
د اعلان شویو پایلو له مخې، د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر خلیل الرحمن د ۱۹۰ رایو له ډلې د ۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یو اتیا یمې دورې د رئیس په توګه وټاکل شو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق تایید کړې چې افغانستان هم د نوې دورې د مرستیالانو په ډله کې ځای خپل کړی دی.
فایق ویلي چې دغه بریا د افغانستان د استازولۍ د دوامدارو ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده او په وروستیو کلونو کې ترسره شویو فعالیتونو په دې ټاکنه کې مهم رول لوبولی دی.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په اجنډا کې د افغانستان دوامدار حضور او د نړیوالې ټولنې پاملرنه د دې لامل شوې چې افغانستان د عمومي اسامبلې د مرستیالانو له ډلې وټاکل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د نړۍ له مهمو سیاسي او ډیپلوماتیکو بنسټونو څخه ده چې د نړیوالو موضوعاتو په اړه د بحث، همغږۍ او پرېکړو لپاره مهم رول لري. د رئیس مرستیالان د غونډو په تنظیم، د کاري بهیر په همغږۍ او د اسامبلې د پروګرامونو په پرمخ وړلو کې ونډه لري.
دغه پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني جمهوري حکومت له استازولۍ سره ده او طالبانو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان رسمي څوکۍ ترلاسه کړي.
د افغانستان ټاکل کېدل د عمومي اسامبلې د مرستیالانو په ډله کې د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان استازولي لا هم د ملګرو ملتونو په جوړښت کې فعاله ونډه لري. دا موضوع په داسې وخت کې ځانګړی اهمیت پیدا کوي چې د افغانستان د څوکۍ، نړیوال مشروعیت او د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه بحثونه دوام لري.
دغه بدلون دا هم څرګندوي چې د افغانستان موضوع لا هم د نړیوالو بنسټونو د پام وړ ده او د هېواد سیاسي او ډیپلوماتیک وضعیت د نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه پاتې دی.














