د اسرائیلي چارواکو له خوا پر بیروت د احتمالي نویو بریدونو تر ګواښونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د خبرو او د منځګړو له لارې له حزبالله سره د غیرمستقیمو تماسونو په پایله کې د لبنان پر پلازمېنې د برید د مخنیوي لپاره یو تفاهم رامنځته شوی دی.
ټرمپ ویلي چې له نتانیاهو سره تر سلا مشورو او د واسطهګرو له لارې له حزبالله سره تر اړیکو وروسته، دواړو لورو موافقه کړې چې د یو بل پر ضد پوځي اقدامات ونه کړي.
د اسرائیل وروستیو ګواښونو په لبنان کې پراخې اندېښنې راپارولې وې او د بیروت د جنوبي حومو ګڼ شمېر اوسېدونکو د احتمالي بریدونو له وېرې خپل کورونه پرېښي وو.
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د اسرائیل پوځ یوه ورځ وړاندې اعلان کړی و چې د لبنان په جنوب کې یې د شقیف تاریخي او ستراتیژیکې کلا کنټرول ترلاسه کړی دی.
اسرائیلي چارواکو دغه سیمه د حزبالله پر ضد د خپلو عملیاتو له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې ده.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د لبنان په جنوب کې هوايي بریدونه او پوځي عملیات لا هم دوام لري او د اسرائیل پوځ د سیمې د یو شمېر ښارونو او کلیو اوسېدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړی دی.
سره له دې چې د امریکا ولسمشر د تفاهم خبر ورکړی، خو لا هم روښانه نه ده چې دا تفاهم به څومره دوامدار وي او ایا د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د شخړو د پراخېدو مخه به ونیولای شي که نه.
شنونکي وایي چې د لبنان وضعیت لا هم نازک دی او هر ډول امنیتي بدلون کولای شي د سیمې پر عمومي ثبات او روانو سیاسي هڅو اغېز ولري.














