کوین کورنول، بریتانوی مرستندوی او د بریتانیا د پوځ پخواني ډاکټر، د سن ورځپاڼې سره په مرکه کې د طالبانو په زندان کې د خپلې ۲۷۲ ورځنۍ بند دورې جزئیات بیان کړي دي.
کورنول، چې د نیول کېدو پر مهال یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره همکاري کوله، ویلي چې طالبانو هغه د ۱۴۰۱ کال د جدي په میاشت کې نیولی و او د بند پر مهال یې له اوږدو تحقیقاتو، انفرادي خونې، فزیکي تاوتریخوالي او رواني فشارونو سره مخ کړی و.
هغه ادعا کړې چې طالبانو د نیولو پر مهال ۱۲ زره ډالر نغدې پیسې او د هغه الکترونیکي وسایل ضبط کړل او وروسته یې د سترګو له تړلو وروسته نامعلوم ځای ته انتقال کړ.
دغه بریتانوی مرستندوی وایي چې د تحقیقاتو پر مهال څو ځله وهل شوی او طالبان هڅه کوله هغه د جاسوسۍ او د بریتانیا له حکومت سره د همکارۍ په تور اعتراف کولو ته اړ کړي.
کورنول همدارنګه ادعا کړې چې په زندان کې یې د نورو بندیانو سخت شکنجه کېدل لیدلي او ځینې کسان د برېښنايي شاکونو او سختو چلندونو سره مخ وو.
د هغه په وینا، د بند پر مهال یې روغتیايي وضعیت هم سخت خراب شوی و او د پښتورګو ناروغۍ او درملو ته د محدود لاسرسي له امله څو ځله روغتون ته انتقال شوی و.
کورنول ویلي چې په پای کې د ۱۴۰۲ کال د میزان په میاشت کې له یو شمېر نورو بندیانو سره یوځای خوشې شو.
هغه ادعا کړې چې د دغو بندیانو خوشې کېدل د ۱۲۰ میلیون پونډو د ورکړې وروسته ترسره شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړي له ازادېدو وروسته ویلي چې له سختو تجربو سره سره لا هم د افغانستان له خلکو سره مینه لري او که طالبان په واک کې نه وي، چمتو دی چې بېرته افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ستون شي.














