د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې یو شمېر کسان یې د اخاذۍ په تور نیولي دي.
د دې ادارې ویاند سیف خیبر ویلي چې دغه کسان د خلکو له شخصي عکسونو او ویډیوګانو څخه ناوړه استفاده کوله او په همدې وسیله یې ترې پیسې اخیستې.
چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او قضیه به د قانوني مراحلو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د خلکو د شخصي معلوماتو د خونديتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.














