د ملګرو ملتونو امنيت شورا په خپل تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو ځينې چارواکي او غړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي په پېښو کې ښکېل دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۱ د جنسي تاوتريخوالي پېښې مستندې کړې دي، چې پکې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تېريو او ډلهييزو جنسي تېريو موارد شامل دي.
په راپور کې راغلي چې ځينې قربانيانې د جنسي تېريو ترڅنګ لوڅې کړل شوې او يا هم جبري ودونو ته اړ ايستل شوې دي.
ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د جبري ودونو د منع اعلان کړی و، د دغې ډلې ځينې چارواکي د ورته ودونو په ترسره کېدو يا دوام کې رول لري.
راپور همدارنګه وايي چې په افغانستان کې يو شمېر معترضې ښځې په خپلسري ډول نيول شوې او په توقيف ځايونو کې له شکنجې، ناوړه چلند او جنسي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي.
د امنيت شورا په وينا، دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوې چې قربانيانې د حقوقي، روغتيايي او ملاتړيزو خدمتونو ته ډېر محدود لاسرسی لري.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر جولای مياشتې پورې په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه زيات روغتيايي مرکزونه تړل شوي او سلګونه هغه مرکزونه چې د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي قربانيانو ته خدمتونه وړاندې کول، خپل فعاليتونه درولي دي.
راپور د ملګرو ملتونو او مرستندويه ادارو کې د افغان ښځو د کار پر بنديز هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دغو محدوديتونو د زيانمنو ښځو د ملاتړ بهير له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
ملګرو ملتونو د عدالت او حساب ورکونې د اغېزمن ميکانيزم د نشتوالي يادونه هم کړې او ويلي يې دي چې د جنسي تاوتريخوالي ډېری شکايتونه د نارينه چارواکو له خوا څېړل کېږي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د افغانستان لپاره يو خپلواک تحقيقي ميکانيزم جوړ شوی څو د ښځو او نجونو پر وړاندې د نړيوالو جرمونو او جدي بشري حقونو د سرغړونو شواهد راټول او مستند کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو سپارښتنو کې له طالبانو غوښتي چې د جنسي تاوتريخوالي ټولو بڼو ته سمدستي پای ورکړي، پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي او د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان نړيوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.














