د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له DAWEO موسسې سره د څه باندې ۱۴۵ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د دې تړون له مخې به د پکتیا او بامیان ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د رواني، ټولنیزو او تغذیوي خدماتو څخه ګټه پورته کړي.
چارواکي وایي چې دا پروګرام د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي او معیاري خدماتو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره پیل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې سیمو کې لا هم ګڼ شمېر خلک بنسټیزو روغتیايي او تغذیوي خدماتو ته اړتیا لري.














