د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د ژوند او نابودۍ ترمنځ پر يوه حساسې دوه لارې ولاړ دی او د هېواد وضعيت «د خطر کندې» ته رسېدلی دی.
هغه ويلي نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ څو وويني چې په افغانستان کې څه بدلون رامنځته کېږي، خو دا انتظار اوس له ناهيلۍ سره پای ته رسېږي.
غني ټينګار کړی چې افغانستان په بې سارې ډول منزوي شوی او ګڼ هېوادونه اوس افغانستان ته د يوه ګاونډي پر ځای د امنيتي ګواښ په سترګه ګوري.
د افغانستان پخواني ولسمشر ويلي:
«حتی هغه کسان چې چمتو وو واکمنې ډلې ته فرصت ورکړي، اوس په ښکاره وايي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي.»
هغه زياته کړې چې د نړۍ له خوا د طالبانو نه رسميت پېژندل د «مشروعيت بحران» پايله ده او ويلي يې دي:
«مشروعيت په زور او ادعا نه ترلاسه کېږي؛ مشروعيت ملت ورکوي.»
اشرف غني طالبان تورن کړي چې د افغانستان د خلکو په فکر او روان کې ستر بدلون ته يې سترګې پټې کړې دي.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې په رسنيو کې خپلې شپږ مياشتنۍ چوپتيا ته اشاره کړې او پرته له دې چې د کوم هېواد يا ډلې نوم واخلي، ويلي يې دي چې د خبرو کولو اجازه نه ورکول کېده.
غني ويلي:
«په دې موده کې مې غږ تاسو ته نه رسېده، خو زړه مې يوه شېبه هم له تاسو لرې نه و.»
د افغانستان پخوانی ولسمشر، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، تر دې وړاندې هم د «د ژوند لاره» په نوم پادکاسټ کې د افغانستان پر اوسني وضعيت او د طالبانو پر کړنو نيوکې کړې وې.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې د ډيورنډ کرښه «استعماري کرښه» بللې او خبرداری يې ورکړی چې که د افغانستان خلک بې تفاوته پاتې شي، نور به د هغوی پر ځای پرېکړې وکړي.
غني د يوه واقعي ملي خبرو اترو د پيل غوښتنه هم کړې او ويلي يې دي:
«د بل انتخاب په اړه د خبرو وخت تېر شوی؛ اوس د انتخاب وخت دی.»
هغه په پای کې پوښتنه کړې:
«په نږدې پنځو کلونو کې مو څه ترلاسه کړل؟ د هغې لپاره مو څه بيه ورکړه؟ او که دا وضعيت نور پنځه کاله دوام وکړي، پايله به يې څه وي؟»














