له کندهاره باوري سرچينو افغانستان انټرنېشنل ته ويلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت هرې ديني مدرسې ته تر پنځو ميليونو افغانيو پورې ځانګړې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، کوچنۍ ديني مدرسې به هم د خپلو ښوونکو او کارکوونکو د شمېر له مخې لږې پيسې ترلاسه کړي.
سرچينو زياته کړې چې د دغو مرستو په چوکاټ کې هر کس ته له پنځو تر لسو زرو افغانيو پورې نغدې پيسې ورکول کېږي او ډېری ترلاسه کوونکي هغه کسان دي چې خپله يا يې د کورنۍ غړي پخوا يا اوس د طالبانو په ليکو کې شامل دي.
د سرچينو په وينا، دغه مرستې د معارفو رياستونو له لارې وېشل کېږي او د هغو ديني مدرسو نوملړ چې مرستې ترلاسه کوي، مخکې له مخکې ټاکل شوی دی.
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې يو شمېر د دولتي ښوونځيو ښوونکي له مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د روان کال د وري مياشتې په وروستيو کې د دولتي ښوونځيو يو شمېر ښوونکو افغانستان انټرنېشنل ته ويلي وو چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې معاشونه نه دي اخيستي او د طالبانو اداره د هغوی د معاشونو د ورکړې توان نه لري.
په وروستيو مياشتو کې د ښوونکو د معاشونو ځنډېدو د افغانستان د ښوونيز نظام او د دولتي کارکوونکو د اقتصادي ستونزو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.














