د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې تهران به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي او دښمنۍ د کمولو لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
هغه ويلي چې ايران په اوسني وضعيت کې په سيمه کې د جګړې پر پای او د بحران پر کمېدو تمرکز لري او د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ د تهران لپاره جدي اهميت لري.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ټينګار کړی چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو موضوع د ايران د واکمنۍ په ټولو کچو کې تر پاملرنې لاندې ده.
هغه زياته کړې:
«موږ څو ځله اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي او دښمنۍ د کمولو لپاره به له هر هغه اقدام څخه ملاتړ وکړو چې زموږ له وسه پوره وي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د طالبانو او پاکستان اړيکې له سياسي، امنيتي او سرحدي کړکېچونو سره مخ شوې دي.
پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د اسلام اباد مخالفې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه کوي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
د دواړو لورو ترمنځ وروستيو کړکېچونو د افغان کډوالو، سرحدي سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو پر وضعيت هم اغېز کړی دی.














