د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسيون ويلي چې پاکستان د يکشنبې په ورځ، د غبرګولي درېيمه، ۴ زره او ۲۳۷ افغان کډوال ايستلي دي.
د دغې کمېسيون په وينا، ياد کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
کمېسيون زياته کړې چې په هماغه ورځ ايران هم ۳۵۵ نور افغان کډوال د اسلام کلا او ورېښمو لارې له لارې ايستلي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو کړکېچونو وروسته، اسلام اباد د افغان کډوالو د ايستلو بهير چټک کړی او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له خپلې خاورې باسي.
نړيوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان په اوسني وضعيت کې د دغو بېرته ستنېدونکو د منلو او ادغام لپاره کافي امکانات او ظرفيت نه لري.
دغو بنسټونو ټينګار کړی چې افغانستان ته د ښځو، خبريالانو، پخوانيو سرتېرو او د تېر حکومت د کارکوونکو بېرته ستنول، د طالبانو تر واک لاندې، جدي امنيتي او بشري خطرونه لرلای شي.
بل لور ته، په پاکستان کې يو شمېر افغان پناه غوښتونکي وايي چې د ايستلو د بهير له چټکېدو سره د دوی ژوند له وېرې، بې برخليکۍ او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ شوی دی.
ځينو دغو پناه غوښتونکو خبرداری ورکړی چې که په زور افغانستان ته ولېږل شي، ژوند به يې له خطر سره مخ شي.
له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير په وروستيو مياشتو کې د افغانستان اړوند له مهمو بشري بحرانونو څخه يو بلل کېږي.














