د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي چې د امریکا د یوه خلبان د ژغورنې ماموریت «بشپړ ناکام» شوی دی.
هغه ویلي چې د امریکا پوځ هغه عملیات چې د یوه نسکور شوي الوتکې د خلبان د ژغورنې په نوم طرحه شوي وو، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د پر وخت حضور له امله ناکام شول.
ذوالفقاري ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې د امریکا دوه سي-۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې او دوه بلکهاوک چورلکې هم له منځه وړل شوې دي.
هغه همدارنګه ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر د «رواني جګړې» له لارې هڅه کوي د ماتې له صحنې څخه ځان وباسي او ناسمې څرګندونې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي د دوی پوځ په «زړورتیا» سره خپل خلبان وژغوره.
ټرمپ زیاته کړې چې یاد خلبان ټپي دی، خو تمه کېږي چې بېرته روغ شي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغو متضادو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

