په روسیه کې د چین سفیر ژانګ هانهوي ویلي چې بیجینګ او مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په همغږۍ سره توانېدلي چې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو د نوې څپې مخه ونیسي.
هغه د روسیې له دولتي خبري آژانس تاس سره په مرکه کې ویلي چې چین او روسیه د سیمې د بحران له شدیدېدو راهیسې د منځني ختیځ په مسئلو کې «نږدې اړیکې او همغږي» ساتلې ده.
د دغه راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۲۳مه خپور شوی، د چین سفیر ویلي چې د اپریل په اوومه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هرمز تنګي د سمندري خوندیتوب اړوند د یوه پرېکړهلیک پر مسودې رایهاچونه کړې وه.
د هغه په وینا، چین او روسیې دغه پرېکړهلیک د «شدید عدم توازن» له امله ویټو کړ.
ژانګ هانهوي ویلي: «د چین او روسیې استازو د دې سند په ویټو کولو سره په سیمه کې د ترینګلتیاوو د زیاتېدو مخه ونیوله.»
د راپورونو له مخې، دغه پرېکړهلیک چې د بحرین په نوښت او د امریکا او یو شمېر عربي هېوادونو په ملاتړ وړاندې شوی و، ۱۱ موافقې، دوه مخالفې او دوه ممتنعې رایې ترلاسه کړې وې.
د دغه پرېکړهلیک هدف د وروستیو ترینګلتیاوو په شرایطو کې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ خوندي کول ښودل شوي وو.
د چین سفیر ټینګار کړی چې د بیجینګ او مسکو دریځونه د «بېطرفۍ او انصاف» پر بنسټ نیول شوي او هغه یې «د سیمې د خلکو د سولې او هوساینې لپاره مسؤلانه انتخاب» بللی دی.
هغه همداراز د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، وانګ يي او سرګي لاوروف، د امریکا او ایران د بحران په اړه دوامداره خبرې هم یادې کړې دي.
سیاسي کارپوهان وایي، په امنیت شورا کې د چین او روسیې همغږي د لویدیځ د نفوذ او د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ د پیاوړتیا نښه ده.
د شنونکو په باور، د دغه پرېکړهلیک ویټو کول ښيي چې د هرمز کړکېچ اوس د نړیوالو قدرتونو د پراخې سیالۍ یوه برخه ګرځېدلې ده.














