اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي ختیځ قدس په العیزریه ښار کې لسګونه سوداګریز او صنعتي مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د قدس ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د «المشتل» په سیمه کې شاوخوا ۴۰ دوکانونه او صنعتي تأسیسات د بولدوزرونو په وسیله نړولي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پر مهال درې موټر مینځلو مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.
فلسطیني چارواکو ویلي چې اسرائیلي ځواکونه د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته له سیمې وتلي دي.
د قدس ولایت مقام خبرداری ورکړی چې د دغو عملیاتو پر مهال اسرائیلي ځواکونو د خلکو پر لور غږیز بمونه او اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.
دغه بنسټ همداراز ویلي چې د ویجاړولو عملیات د هغې موقتي محکمې پرېکړې باوجود ترسره شوي چې تر مې میاشتې یې د عملیاتو د درولو امر کړی و.
د راپورونو له مخې، دغه عملیات د اسرائیل له هغې پراخې تګلارې سره تړاو لري چې د سیمې سوداګریز مرکزونه په نښه کوي.
د عرب الجهالین د کلي شورا مشر داوود الجالین دغه پېښه «د دوکانونو حقیقي قتلعام» بللی دی.
کارپوهان وایي، په فلسطیني مېشتو سیمو کې د سوداګریزو مرکزونو پراخه ویجاړۍ ښایي د ختیځ قدس پر اوسېدونکو اقتصادي او ټولنیز فشارونه نور هم زیات کړي.
د هغوی په وینا، د دغسې اقداماتو دوام د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو احتمال ډېرولی شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د قدس مسئله لا هم د فلسطین او اسرائیل د شخړې له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.














