والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د جګړې اړوند د محرمو معلوماتو له رسنیو سره د افشا کېدو له امله سخت غوسه شوی دی.
د راپور له مخې، ټرمپ د امریکا له عدلیې وزارت غوښتي چې د محرمو معلوماتو د افشا اړوند دوسیې په جدي ډول تعقیب کړي.
د هغو کسانو په وینا چې د دغو غوښتنو له جزییاتو خبر دي، امریکايي څارنوالانو په وروستیو میاشتو کې د افشاگریو د څېړنو په چوکاټ کې رسنیو او همداراز د ایمیل او ټیلیفون خدماتو شرکتونو ته احضاریې صادرې کړې دي.
امریکايي چارواکو ویلي، ټرمپ په ځانګړي ډول له هغې مقالې غوسه و چې د اپریل په اوومه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړې وه.
په دغه راپور کې تشریح شوې وه چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څنګه ټرمپ د ایران د بمبارولو لپاره هڅولی و.
د نیویارک ټایمز راپور د امریکايي لوړپوړو چارواکو د غونډو جزییات هم خپاره کړي وو، چې د سپینې ماڼۍ د محرمو وضعیت خونې ناستې هم پکې شاملې وې.
د دغو معلوماتو افشا کېدو په امریکا کې په سیاسي او امنیتي کړیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
کارپوهان وایي، د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په اړه د ټرمپ حساسیت ښيي چې د امریکا حکومت د سیمهییزو ترینګلتیاوو په اوج کې د نظامي او امنیتي پرېکړو د جزییاتو له خپرېدو اندېښمن دی.
هممهاله، د دغو څېړنو په چوکاټ کې پر رسنیو او مخابراتي شرکتونو د فشار زیاتېدل یو ځل بیا په امریکا کې د ملي امنیت او د رسنیو د ازادۍ ترمنځ د تعادل بحثونه راژوندي کړي دي.














