په بامیان ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې طالبان د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د کار جواز غوښتونکو څخه د وینې د معاینې په بدل کې درې زره افغانۍ اخلي، حال دا چې دغه خدمات په خپله روغتون کې وړیا وړاندې کېږي.
سرچینو د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه ورځپاڼې ۸صبح ته ویلي چې دغه بهیر د بامیان په ولایتي روغتون کې روان دی او له کارکوونکو څخه د کار جواز ترلاسه کولو لپاره درنې پیسې اخیستل کېږي.
د سرچینو په وینا، د کار جواز رسمي لګښت په دغه روغتون کې د ۵۰۰ او ۷۰۰ افغانیو ترمنځ ټاکل شوی، خو په عملي ډول له ځینو غوښتونکو څخه ډېر لوړ مبلغ اخیستل کېږي.
سرچینو زیاته کړې چې دغه وضعیت پر ټیټ عاید لرونکو کارکوونکو لا زیات اقتصادي فشار راوستی دی.
د هغوی په وینا، د درې زره افغانیو ورکول د ډېرو کارکوونکو لپاره د میاشتني معاش لویه برخه جوړوي او د کورنیو د اړتیاوو برابرول ورته لا ستونزمن کوي.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو څو ځله د اداري لګښتونو د زیاتېدو، د غیررسمي پیسو د اخیستو او د ژوند د سختېدو شکایت کړی دی.
منتقدان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته محدودیتونو او سختو مقرراتو پر خلکو اقتصادي او اداري فشارونه زیات کړي دي.
تر اوسه په بامیان کې د طالبانو ځايي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.














