د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې چې پاکستان د پوځي او اقتصادي فشارونو له لارې هڅه کوي د «ډیورند فرضي کرښه» په رسمیت وپېژندل شي.
کرزي د شنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان دغه اقدام د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد ګواښ بلل کېږي.
هغه زیاته کړې: «داسې ښکاري چې د دغو فشارونو هدف دا دی چې د سیمې خلک د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه کولو ته اړ شي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز ویلي چې د دغو هڅو په دوام، د ډیورند کرښې دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «سولې تړون» په نوم اسناد لاسلیک شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم په رسمي ډول تایید او هرکلی شوی دی.
کرزي ټینګار کړی چې اړوند مسئول چارواکي باید د دغو تحولاتو په اړه خلکو ته روښانه او شفاف وضاحت وړاندې کړي.
د هغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو وروسته، د کونړ او باجوړ د ډیورند دواړو غاړو قبایلي مشرانو د نښتو د درولو لپاره غونډه کړې ده.
د ډیورند موضوع تل د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تر ټولو حساسو سیاسي او تاریخي مسئلو څخه ګڼل شوې او په بېلابېلو دورو کې یې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي.
شنونکي وایي، د کرزي وروستۍ څرګندونې ښيي چې د ډیورند مسئله لا هم د افغانستان په سیاسي بحثونو کې ژور حساسیت لري او هر نوی تحول یې پراخ غبرګونونه راپارولای شي.











