د بحرین کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۱ کسان یې نیولي چې د دغه وزارت په وینا له ایران د سپاه پاسداران سره تړاو لري.
د بحرین دولتي خبري اژانس د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران پورې تړلې یوه ډله پېژندل شوې او د نورو اړوندو کسانو د موندلو او نیولو لپاره څېړنې دوام لري.
د راپور له مخې، بحریني چارواکو دغه کسان د «ایران د دښمنانه اقداماتو ملاتړ» او همداراز «بهرنیو لورو ته د جاسوسۍ» په تور تورن کړي دي.
د بحرین امنیتي ادارو ویلي چې دا فعالیتونه د هېواد د امنیت او ثبات پر ضد ګواښ بلل کېږي.
بحرین تر دې وړاندې هم د ۶۹ کسانو او د هغوی د کورنیو تابعیتونه د ایران د ملاتړ او د ملي امنیت د ګواښ په تور لغوه کړي وو.
دا تحولات داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران او د خلیج د ځینو عربي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د امریکا او اسرائیل له جګړې وروسته زیاته شوې ده.
د راپورونو له مخې، ایران د دغو نښتو پر مهال په بحرین او نورو هغو عربي هېوادونو کې ځینې هدفونه په نښه کړي وو چې د امریکا پوځي اډې پکې شتون لري.
شنونکي وایي، په بحرین کې وروستي نیول ښيي چې په خلیج کې امنیتي اندېښنې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي او د ایران او د امریکا د متحدانو سیمهییزه سیالي حساس پړاو ته داخلېږي.











