د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد اعلان کړی چې د هبتالله آخندزاده د فرمان پر بنسټ، د دې ډلې په حکومتي جوړښت کې د نوو ګمارنو او اداري بدلونونو یو تازه پړاو ترسره شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه لېرې شوی او د فاریاب پخوانی والي د هغه پر ځای ټاکل شوی دی. نعماني شاوخوا لس میاشتې وړاندې له ښار جوړونې وزارت څخه دې څوکۍ ته لېږدول شوی و.
د هغه د کار په دوره کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو سراسري قطع کېدل له بحثپارونکو پېښو څخه بلل کېده.
همداراز، طالبانو د خوست او بغلان والیان سره بدل کړي، د بادغیس پخوانی والي یې د فراه والي ټاکلی، او یو بل کس یې د بادغیس د نوي والي په توګه ګمارلی دی.
دا بدلونونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو په اداري جوړښت کې ډېری ګمارنې د مسلکي تخصص پر ځای د وفادارۍ، درونګروپي اړیکو او سیاسي ملاحظاتو پر بنسټ کېږي.
شنونکي وایي، که څه هم دا ډول تګلاره ښايي په لنډمهال کې د ډلې داخلي انسجام وساتي، خو په اوږدمهال کې د ادارو پر کارکردګۍ، عامه خدمتونو، او د تخنیکي برخو لکه مخابراتو او اقتصاد پر مدیریت منفي اغېز لرلای شي.
د دې بدلونونو دوام ښيي چې د طالبانو د حکومتدارۍ جوړښت لا هم تر ډېره د مسلکي معیارونو پر ځای پر سیاسي او ایډیولوژیکو محاسبو ولاړ دی.











