د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان خبریالان، سره له دې چې له سختو شرایطو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي، لا هم خپل حیاتي کار ته دوام ورکوي.
لیندسي د یکشنبې په ورځ د ثور په ۱۳مه په اکس کې لیکلي چې د افغانستان خبریالان نه یوازې د خلکو اندېښنې او غوښتنې راپورته کوي، بلکې د هغو کسانو غږ هم ګرځي چې تر ټولو ډېر د اورېدو اړتیا لري.
هغه، چې تېره اوونۍ یې په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره لیدلي، د بیان ازادۍ او د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې د رسنیو پر بنسټیز رول ټینګار کړی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، د سانسور، پر خبریالانو د فشار، د رسنیو د دفترونو پر ضد د اقداماتو، او د فعالیتونو د پراخو محدودیتونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د بریتانیا د استازي دریځ ښيي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې خبریالي د ډېرو لپاره یوازې مسلک نه، بلکې د حقیقت د ساتنې، معلوماتو ته د عامه لاسرسي، او د خلکو د پوهېدو د حق لپاره له لګښت ډکه مبارزه ده.
که څه هم دیپلوماتیک ملاتړ په یوازې ځان د میدان واقیعت نه بدلوي، خو شنونکي وایي دا ډول دریځونه کولای شي د رسنیو پر محدودیتونو نړیوال فشار زیات کړي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د افغانستان د شفافیت راتلونکی تر بل هر وخت د رسنیو له برخلیک سره تړلی ښکاري.











