
ډاکټره بدریه جلالي، د ادراک خصوصي پوهنتون له بنسټګرو او متخصصې ډاکټرې، د کابل خیرخانې سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوې؛ هغه پېښه چې د سرچینو په وینا د یوه مهم حقوقي او مالي جنجال په اوج کې رامنځته شوې ده.
د کورنۍ نږدې سرچینې وایي، جلالي تر بریتانیا راستنېدو وروسته په افغانستان کې د خپلو شتمنیو د پلور، شخصي داراییو د تنظیم او د سلګونو زرو ډالرو اړوند مالي اختلافاتو په حل بوخته وه.
د معلوماتو له مخې، نوموړې د خپلو داراییو پر سر په یوه حقوقي دوسیه کې ښکېله وه، او حتی ویل کېږي چې په قضایي بهیر کې پرېکړه د هغې په ګټه شوې وه.
سرچینې زیاتوي چې د وژل کېدو په ورځ هم هغه د همدې دوسیې د وروستي تعقیب لپاره محکمې ته روانه وه.
همداراز، د پام وړ میراث، د جایدادونو پلور او مالي اختلافات د دې احتمال پیاوړی کوي چې اقتصادي انګېزې ښايي د دې قتل تر شا رول ولري، خو طالبانو تر اوسه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
د هغې د مدافع وکیل نیول کېدو هم د قضیې حساسیت نور زیات کړی دی.
د بدریه جلالي وژنه د ډېرو لپاره یوازې یو جنایي رویداد نه، بلکې د افغانستان د امنیت، مالي شخړو او قضایي شفافیت په اړه د ژورو اندېښنو انعکاس ګڼل کېږي.











