
د مالي د دفاع وزیر سادیو کامارا د همغږو شورشیانو په بریدونو کې وژل شوی؛ هغه پېښه چې د دې هېواد نظامي حکومت ته جدي ضربه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، کامارا د باماکو ښار ته نږدې په خپل کور کې هدف ګرځېدلی دی.
راپورونه وایي چې «جماعت نصرتالاسلام والمسلمین» له القاعده سره تړلې ډله د دې بریدونو مشري کړې او ویل کېږي چې ځینې طوارق وسلهوال هم پکې ښکېل وو.
په بریدونو کې څو ښارونه او پوځي اډې په نښه شوې دي، او د مالي په شمال کې د کیدال ښار د وضعیت په اړه متضاد راپورونه خپاره شوي دي.
د کامارا وژل کېدل، چې د نظامي واکمنۍ له مهمو څېرو څخه و، د مالي د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره مهمه ضربه ګڼل کېږي.
د مالي حکومت دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړی، او ملګرو ملتونو هم دا بریدونه غندلي دي.










