
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د شریفالله محاکمه پیل شوې، هغه څوک چې د کابل هوایي ډګر په خونړۍ برید کې د مرستې په تور تورن دی.
دا برید د ۱۴۰۰ کال په سنبله میاشت کې شوی و چې ګڼ شمېر کسان پکې ووژل شول.
د هغه مدافع وکیل ویلي چې امریکا «غلط کس» نیولی او پر ده لګېدلي تورونه ناسم دي.
همداراز، د مدافع ټیم استازي ادعا کړې چې ښايي دا برید د طالبانو له همکارۍ سره ترسره شوی وي، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
دا قضیه په داسې حال کې څېړل کېږي چې د کابل د هوايي ډګر برید لا هم د ډېرو پوښتنو سره مخ دی.
شنونکي وایي چې د دې محاکمې پایلې ښايي د دې پېښې په اړه نوي جزئیات روښانه کړي.












