په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو د وروستي خونړي برید د قربانیانو په تړاو د خلکو د لاریون مخه نیولې ده.
د راپورونو له مخې، د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار یو شمېر د شیعه ټولنې علما او مشران خپل دفتر ته وربللي او له هغوی یې غوښتي چې د جنازې مراسم او لاریون لغوه کړي.
د سیمې اوسېدونکي پلان درلود چې د قربانیانو جسدونه د هرات ښار له صادقیه جومات څخه تر سلطانآقا زیارت پورې په یوه لاریون کې انتقال کړي.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته کېږي چې په هرات کې پر شیعه وګړو خونړی برید شوی و او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د لاریون د مخنیوي پرېکړې د خلکو ترمنځ غبرګونونه او اندېښنې زیاتې کړې دي.




نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه.