Donate
چهارشنبه, اکتوبر 21, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه بشري حقونه

عفو نړیوال: په ۲۰۲۵ کال کې د اعدامونو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

په واسطه د Satayesh Marzapoor
مې 18, 2026
0
A A
0
عفو بین‌الملل: طالبان نیز در میان مجریان اعدام در جهان قرار دارند

د عفو نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د اعدامونو شمېر د تېرو ۴۴ کلونو تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان هم د اعدامونو د اجرا کوونکو هېوادونو په ډله کې شامل و.

د دغه سازمان د «۲۰۲۵ کال د اعدامونو او د مرګ د سزا د احکامو» کلني راپور له مخې، لږ تر لږه ۲ زره او ۷۰۷ کسان د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې اعدام شوي دي؛ هغه شمېر چې د عفو نړیوال له خوا د ۱۹۸۱ کال راهیسې د ثبت شویو ارقامو تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.

دغه سازمان ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې شپږ کسان اعدام کړي او ټول دغه اعدامونه په علني ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه لږ تر لږه د «کفر ویلو» په تور یو د اعدام حکم هم صادر شوی و.

عفو نړیوال ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت له لږ تر لږه ۲ زره او ۱۵۹ اعدامونو سره د نړیوالو اعدامونو په زیاتوالي کې تر ټولو لویه ونډه لرلې او په دغه هېواد کې د اعدامونو شمېر د تېر کال په پرتله له دوه برابره زیات شوی دی.

سعودي عربستان هم لږ تر لږه ۳۵۶ اعدامونه ثبت کړي او د نشه‌یي توکو اړوند جرمونو لپاره یې په پراخه کچه د اعدام سزا کارولې ده.

راپور زیاتوي چې د نړۍ د ثبت شویو اعدامونو نږدې نیمايي، یعنې ۱ زره او ۲۵۷ پېښې، د مخدره موادو اړوند جرمونو پورې تړاو لري او ایران په دې برخه کې له ۹۹۸ اعدامونو سره تر ټولو لوړه شمېره لري.

د عفو نړیوال سرمنشي ویلي، ځینې حکومتونه د اعدام سزا د وېرې رامنځته کولو، د مخالفانو د ځپلو او د خپل ځواک د ښودلو لپاره کاروي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی چې د اعدام د سزا د لغوه کولو نړیوال بهیر لا هم دوام لري او اوس د نړۍ ۱۱۳ هېوادونو دغه سزا په بشپړ ډول لغوه کړې ده.

په افغانستان کې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته لږ تر لږه ۱۲ کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړي دي.

طالبان دغه سزا «قصاص» بولي او وایي چې دا د اسلامي شریعت پر بنسټ او د درنو جرمونو د مخنیوي لپاره ضروري ده.

خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې علني اعدامونه، د قضایي شفافیت نشتوالی او عادلانه محاکمې ته د تورنو کسانو محدود لاسرسی، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې زیاتې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند
نړۍ

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
سازمان ملل: ۴۲۶ میلیون زن و دختر در سال ۲۰۲۶ در فقر شدید زندگی می‌کنند
نړۍ

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

اکتوبر 17, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند
افغانستان

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026
سازمان همکاری اسلامی و اتحادیه اروپا بر تداوم همکاری‌های بشردوستانه در افغانستان تأکید کردند
اروپا

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې خبرې کړې دي

اکتوبر 15, 2026
رئیس‌جمهور اوکراین روسیه را به نقض آتش‌بس انرژی متهم کرد
نړۍ

روسیې د کییف پر برېښنا او تودوخې ستر مرکز توغندیز برید کړی؛ زېلېنسکي د انرژۍ د اوربند د ماتېدو ادعا کوي

اکتوبر 14, 2026

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند
افغانستان

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند
نړۍ

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
Loading

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS