راپورونه ښيي چې طالبانو د کابل پوهنتون له محصلینو غوښتي چې یوه تعهدنامه لاسلیک کړي چې پکې د حنفي مذهب پیروي او یو لړ رفتاري او انضباطي اصول شامل دي.
د سرچینو په وینا، سره له دې چې ځینو محصلینو اعتراض کړی، خو دا تعهدنامه په «اجباري ډول» ترې لاسلیک شوې ده.
د دې سند له مخې، محصلین ژمنه کوي چې د امت د یووالي په موخه به د امام ابوحنیفه د مذهب پیروي کوي.
په دې تعهدنامه کې دا هم راغلي چې محصلین باید خپل ژوند د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې تنظیم کړي، لمونځونه په جماعت ادا کړي او له هر ډول هغه کړنو ډډه وکړي چې د شریعت خلاف وي.
همدارنګه له محصلینو غوښتل شوي چې «غیرشرعي لباس» ونه اغوندي، «اسلامي او افغاني جامې» وکاروي او له موسیقۍ اورېدو او کارولو ځان وساتي.
د سند په بله برخه کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قوانینو ته د پابندۍ ټینګار شوی او محصلین اړ ایستل شوي چې له دې اصولو پیروي وکړي.
