یونیسف: د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي

د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز مشر سانجي ویجسکرا د افغانستان له چارواکو غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې لیکلي چې د نوي تعلیمي کال پیل باید د هر ماشوم لپاره د هیلې پیغام ولري.

ویجسکرا ټینګار کړی چې په افغانستان کې نجونې تر ټاکلې مودې ډېرې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په تمه پاتې شوې دي او اوس وخت رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانېستل شي.

هغه زیاته کړې: «وخت رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانېستل شي—ځکه هیله، کرامت او راتلونکی له زده‌کړې پیلېږي.»

Exit mobile version