
د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمهییز مشر سانجي ویجسکرا د افغانستان له چارواکو غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې لیکلي چې د نوي تعلیمي کال پیل باید د هر ماشوم لپاره د هیلې پیغام ولري.
ویجسکرا ټینګار کړی چې په افغانستان کې نجونې تر ټاکلې مودې ډېرې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په تمه پاتې شوې دي او اوس وخت رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانېستل شي.
هغه زیاته کړې: «وخت رارسېدلی چې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانېستل شي—ځکه هیله، کرامت او راتلونکی له زدهکړې پیلېږي.»

