یونسکو: ښځې د اوبو په برابر مدیریت کې ونډې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) ویلي چې ښځې او نجونې په ټوله نړۍ کې د کورنیو او ټولنو لپاره د اوبو په برابرولو کې مهم رول لري، خو د اوبو د سرچینو د مدیریت او مشرتابه په کچه یې حضور کم دی.

یونسکو د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی: «موږ د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ښځو د برابر ګډون غوښتنه کوو، څو پراخ او اغېزمن حل‌لارې رامنځته شي.»

دې ادارې په اېکس کې لیکلي چې اوبه د ژوند لپاره حیاتي دي، خو نابرابرۍ لا هم د دې مهمې سرچینې پر لاسرسي اغېز کوي.

د مارچ ۲۲مه د ملګرو ملتونو له خوا د اوبو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې، چې موخه یې د اوبو د ارزښت او د دې سرچینو د دوامدار مدیریت په اړه د پوهاوي لوړول دي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې یو پر درېیمه برخه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په ډېرو کلیوالو سیمو کې د اوبو راوړل، مینځل، پخلی او نور اړوند کارونه تر ډېره د ښځو پر غاړه وي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به د ښځو پر فزیکي او رواني روغتیا منفي اغېز وکړي او د جنسیتي نابرابرۍ کچه به لوړه کړي.

Exit mobile version