د ناروې د کډوالو شورا: د ډیورند کرښې نښتو ملکي وګړي سخت اغېزمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې روانو نښتو د ختیځ افغانستان د ملکي وګړو پر ژوند جدي اغېز کړی دی.

دې بنسټ له ښکېلو لورو غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي څو ملکي وګړي او غیرنظامي زیربناوې په نښه نه شي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریدي ویلي هغه کورنۍ چې مخکې هم په سختو شرایطو کې ژوند کاوه، اوس اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي.

د هغه په وینا ډېری دغه کورنۍ په موقتي کمپونو کې ژوند کوي او ځینې نورې اړ شوې چې داسې کورونه په کرايه واخلي چې د لګښت توان یې نه لري.

دې بنسټ زیاته کړې چې د وروستیو نښتو له امله لږ تر لږه ۸۲۶ کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

همدارنګه د امنیتي وضعیت له امله په خوست ولایت کې د دوی تعلیمي ټولګي موقتي درول شوي دي.

Exit mobile version