
د بلجیم ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د لیژ ښار په یوه کنیسه کې چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د سهار شاوخوا څلور بجې د ځایي وخت له مخې رامنځته شوې او د کنیسې د کړکیو ښیښې یې ماتې کړې دي.
چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې څوک ټپي شوي نه دي.
د لیژ ښاروال ویلي دا پېښه یو «تاوتریخجن یهود ضد اقدام» بلل کېږي او د ترهګرۍ پر ضد ځانګړې ډلې د دې پېښې د پلټنې لپاره څېړنې پیل کړې دي.