
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ پر مراسمو د ډزو شکمن کس د کالیفورنیا ایالت ۳۱ کلن کول توماس آلن دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی د واشنګټن هیلتون هوټل مېلمه و، هغه ځای چې مراسم پکې ترسره کېدل.
ویل شوي چې هغه د پېښې پر مهال څو وسلې، د ټوپک او چاقو په ګډون، له ځان سره لرلې.
سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې آلن د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انسټیټیوټ څخه تر فراغت وروسته د خصوصي ښوونکي په توګه کار کاوه.
پولیس وایي چې نوموړی اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ رسمي تورونه پرې ولګول شي.
دې پېښې یو ځل بیا په امریکا کې د حساسو سیاسي مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.











