د ناروې د کډوالو شورا په خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د «له پامه غورځول شویو کډوالۍ بحرانونو» په نوملړ کې پنځم ځای خپل کړی دی؛ هغه بحران چې د پراخو بشري ستونزو سره سره لا هم د نړیوالې ټولنې له کافي پاملرنې او ملاتړ بې برخې دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي چې سوډان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، کولمبیا، یمن او افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د کډوالۍ او بشري ناورین وضعیت یې تر اړتیا کمه نړیواله پاملرنه ترلاسه کړې ده.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی چې افغانان لا هم له پراخې بې وزلۍ، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو، وچکالۍ، طبیعي پېښو، پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو کاله وروسته هم د افغانستان بشري بحران نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې په ګڼو برخو کې نور هم ژور شوی دی.
دغه بنسټ اټکل کړی چې نږدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي؛ هغه شمېر چې د هېواد د خوړو د خوندیتوب د خراب وضعیت څرګندونه کوي.
راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د څلورو سوو څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د میلیونونو خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو څپې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر کډوال پرته له لومړنیو اسانتیاوو، د کار له فرصتونو او اړین ملاتړ پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
راپور اوسنی وضعیت «د کډوالو د ساتنې ناکامي» بللې او خبرداری یې ورکړی چې د کډوالو جبري یا غیر منظم بېرته ستنېدل به د افغانستان پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور فشار هم زیات کړي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جاکوبو کاریدي ویلي: «ورځ تر بلې بشري وضعیت خرابېږي او نړیوال مرسته کوونکي هر کال لا ډېر شاته کېږي. افغانستان سیاسي انزوا تجربه کوي او بشري مرستې په عملي ډول د یوه بشپړ هېواد د اساسي خدمتونو بار پر اوږو وړي.»
راپور د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او ویلي یې دي چې د زده کړو محدودیتونه او په روغتیايي سکتور کې د ښځینه کارکوونکو کمښت د میلیونونو ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتنه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې راکمې نه کړي.
د راپور مهمه موندنه دا ده چې افغانستان، د نړۍ د ځینو نورو لویو بحرانونو خلاف، د نړیوالو رسنیو او سیاست جوړوونکو د پام له مرکزه لرې پاتې شوی؛ په داسې حال کې چې میلیونونه خلک لا هم له بې وزلۍ، بې ځایه کېدو، د خوړو له کمښت، بېکارۍ او د بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.
د ناروې د کډوالو شورا باور لري چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو پېچلو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او که نړیواله پاملرنه او ملاتړ زیات نه شي، د دې بحران اغېزې به د راتلونکو کلونو لپاره هم دوام ومومي.
شنونکي وایي دا راپور یو ځل بیا نړۍ ته یادونه کوي چې د افغانستان بشري وضعیت لا هم یوه بېړنۍ نړیواله مسئله ده او د مرستو کمېدل به د میلیونونو خلکو ژوند له لا ډېرو ګواښونو سره مخ کړي.














