Donate
شنبه, جون 6, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه اروپا

د ایټالیا لومړۍ وزیرې د درې افغانانو او یوه پاکستاني د سوځولو پېښه «وحشتناک جنایت» وباله

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جون 4, 2026
0
A A
0
نخست‌وزیر ایتالیا از پیگیری کامل پرونده قتل چهار کارگر مهاجر خبر داد

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د هغو درې افغان کډوالو او یوه پاکستاني وګړي د ژوندي سوځولو پېښه «وحشتناک جنایت» بللې او ژمنه یې کړې چې عاملان به یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

میلوني ویلي چې د قضیې شکمن کسان نیول شوي او دا چاره د حقیقت د روښانېدو او د مجرمینو د سزا کولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

هغې په یوه بیان کې ویلي: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشتناکې وژنې موږ ټول سخت خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي.»

د ایټالیا لومړۍ وزیرې ټینګار کړی چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او د عاملانو محاکمه کول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د راپورونو له مخې، تورن کسان د امنیتي کمرېو د انځورونو او نورو شواهدو پر بنسټ پېژندل شوي دي.

د دې دوسیې څارنوال الیساندرو دالسیو ویلي: «په دېرش کلن کاري ژوند کې مې هېڅکله د دومره بې رحمۍ او قساوت پېښه نه وه لیدلې.»

ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې پېښه د ایټالیا د کوزنزا ولایت اړوند د آمندولارا په ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د قربانیانو په ډله کې ۲۸ کلن امین افضل خوګیاڼی، ۲۷ کلن صفي ایجاد، ۱۹ کلن عصمت الله قائمي او ۲۹ کلن پاکستانی وسیم خان شامل دي.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو د کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د کارګرانو د موټر دروازې تړلې او وروسته یې پرې تېل شیندلي او موټر ته یې اور اچولی دی.

د قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د یوه د تېلو پمپ ترڅنګ د موټر دننه موندل شوي دي.

د پېښې یوازینی ژوندي پاتې شوی افغان تاج محمد نومېږي. هغه توانېدلی چې د موټر ښیښه ماته کړي او د اور له لمبو ځان وژغوري.

تاج محمد رسنیو ته ویلي چې دوی له یوې میاشتې ډېر وخت معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به د وسلې او چړې په زور کار ته اړ ایستل.

د هغه په وینا، قربانیان هغه مهال هدف وګرځېدل چې د قرارداد پرته او استثماري شرایطو کې د کار دوام ته حاضر نه شول.

دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم د هغه غیرقانوني سیستم پر لور پام اړولی چې له مخې یې د کډوالو کارګران د غیرقانوني شبکو له خوا استثمارېږي.

د یوې څېړنیزې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې دېرش سلنه کرنیز کارګران په ایټالیا کې له رسمي قرارداد پرته کار کاوه.

د کارګرانو اتحادیې وایي چې له دوو لکو زیات بې اسناده کډوال په ایټالیا کې کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو فعالان وایي دا پېښه یوازې یوه جنایي دوسیه نه ده، بلکې د هغو زرګونو کډوالو د ستونزمن ژوند انځور هم وړاندې کوي چې په اروپا کې له سختو شرایطو، ټیټو معاشونو او محدودو حقونو سره کار کوي.

دوی له ایټالیا غواړي چې د عاملانو تر مجازاتولو سربېره، د کډوالو د استثمار شبکې له منځه یوسي او د کارګرو د خوندیتوب لپاره بنسټیز اصلاحات ترسره کړي.

Latest news, no spam. Unsubscribe anytime.

طالبانو په هرات کې د ښځو د حجاب د څار لپاره د کورنیو نارینه هم مسؤل وبلل

پوتین د زلنسکي د مخامخ خبرو غوښتنه رد کړه؛ د اوکراین جګړه لا هم د پای له نښو لرې ده

په جرمني کې د افغان کډوالو شخړه مرګونې شوه؛ یو تن ووژل شو

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

طالبان در هرات: زنان بدون «حجاب مورد نظر» بازداشت و به زندان منتقل می‌شوند
بشري حقونه

طالبانو په هرات کې د ښځو د حجاب د څار لپاره د کورنیو نارینه هم مسؤل وبلل

جون 6, 2026
پوتین به زلنسکی: نخست توافق، سپس دیدار؛ روسیه جنگ را ادامه می‌دهد
اروپا

پوتین د زلنسکي د مخامخ خبرو غوښتنه رد کړه؛ د اوکراین جګړه لا هم د پای له نښو لرې ده

جون 6, 2026
پولیس بایرن یک شهروند ۳۶ ساله افغان را به اتهام قتل بازداشت کرد
اروپا

په جرمني کې د افغان کډوالو شخړه مرګونې شوه؛ یو تن ووژل شو

جون 5, 2026
شورای پناهندگان ناروی: افغانستان در فهرست بحران‌های فراموش‌شده جهان قرار دارد
بشري حقونه

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د نړۍ پنځم له پامه غورځول شوی کډوالۍ بحران دی

جون 5, 2026
دادگاه عالی پاکستان حکم اعدام دو عامل تجاوز گروهی به یک زن فرانسوی را تأیید کرد
آسیا-اقیانوسیه

د پاکستان سترې محکمې د فرانسوۍ ښځې د ډله‌ییز جنسي تېري د عاملانو د اعدام حکم تایید کړ

جون 5, 2026
پنج کودک بدون مادر؛ خانواده لیزا شمس در جستجوی حقیقت و عدالت
بشري حقونه

د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

جون 5, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
طالبان در هرات: زنان بدون «حجاب مورد نظر» بازداشت و به زندان منتقل می‌شوند

طالبانو په هرات کې د ښځو د حجاب د څار لپاره د کورنیو نارینه هم مسؤل وبلل

جون 6, 2026
پوتین به زلنسکی: نخست توافق، سپس دیدار؛ روسیه جنگ را ادامه می‌دهد

پوتین د زلنسکي د مخامخ خبرو غوښتنه رد کړه؛ د اوکراین جګړه لا هم د پای له نښو لرې ده

جون 6, 2026
پس از حمله آمریکا به قشم و سیریک؛ ایران از شلیک موشک خبر داد، کویت و سنتکام رهگیری را تأیید کردند

د ایران او امریکا پوځي تقابل پراخېږي؛ د خلیج فارس امنیت له نوو ګواښونو سره مخ شو

جون 6, 2026
پولیس بایرن یک شهروند ۳۶ ساله افغان را به اتهام قتل بازداشت کرد

په جرمني کې د افغان کډوالو شخړه مرګونې شوه؛ یو تن ووژل شو

جون 5, 2026
دو زن برای نخستین‌بار فرماندهی بوئینگ ۷۷۷ شرکت امارات را بر عهده گرفتند

د اماراتو په تاریخ کې لومړی ځل؛ دوه ښځې د بوینګ ۷۷۷ کپتانانې شوې

جون 5, 2026
کشته شدن فرشته عمادی در کابل؛ نگرانی‌ها درباره امنیت کارکنان نهادهای خارجی افزایش یافت

سرچینې: د ملګرو ملتونو پخوانۍ کارکوونکې فرشته عمادي په کابل کې وژل شوې

جون 5, 2026

مشهور مطالب

  • بنیان‌گذار دانشگاه ادراک در مسیر محکمه کشته شد؛ ابهام در پرونده مالی بدریه جلالی

    ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د «تفریق زوجینو» اصول‌نامه په رسمي جریده کې خپره کړه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د نوي اصول‌نامې له مخې د ماشومانو ودونه قانوني وبلل

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبان د ټیلیفوني تماسونو پر مهال د نکاح پیغام خپروي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مهرباني وکړئ خپل ایمیل (Inbox یا Spam) وګورئ او خپل ګډون تایید کړئ.


  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
SAVED POSTS