د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې امنیتي ځواکونو په پکتیا ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه اندازه زېرمه کشف او ضبط کړې او هممهاله یې په کابل او هرات ولایتونو کې د نشه يي توکو اړوند ۲۷ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د ناري په سیمه کې د کشفي عملیاتو پر مهال اته میله کلاشینکوفونه، اته د کلاشینکوف شاجورونه، دولس میله تومانچې، درې زره د تومانچو مرمۍ، شل د کلاشینکوف ستنې او درې میله «اېم څلور» ډوله وسلې کشف او ضبط کړې دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته راوړل شوي وو.
د وزارت په وینا، هغه کسان چې د دې وسلو په لېږد کې ښکېل وو، د امنیتي ځواکونو تر رسېدو مخکې له سیمې تښتېدلي، خو د هغوی د پېژندنې او نیولو لپاره هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د طالبانو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو په کابل او هرات کې جلا عملیات ترسره کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې نولس کسان په کابل او اته نور کسان په هرات کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه نږدې څلور کیلو ګرامه چرس، له اوولس سوه څخه زیاتې نشه يي ګولۍ او همدارنګه د تریاکو، ښیښې، هیرویینو او الکولي مشروباتو یو شمېر توکي هم ترلاسه شوي دي.
طالبان په وروستیو کلونو کې په وار وار د نشه يي توکو د قاچاق او د ناقانونه وسلو د لېږد پر ضد د عملیاتو خبرونه خپاره کړي دي.
خو نړیوال بنسټونه لا هم افغانستان د سیمې له مهمو هغو هېوادونو څخه بولي چې د نشه يي توکو د قاچاق له ستونزې سره مخ دي.
په پکتیا کې د وسلو د کشف او په کابل او هرات کې د لسګونو کسانو د نیولو اعلان ښيي چې د وسلو قاچاق، نشه يي توکي او سازمان یافته جرمونه لا هم د افغانستان له مهمو امنیتي ننګونو څخه ګڼل کېږي.
طالبان وایي د دغو ستونزو د مهارولو لپاره به خپلو امنیتي عملیاتو ته دوام ورکړي، خو د دغو اقداماتو د اغېزمنتیا په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.














