Donate
شنبه, جون 6, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه افغانستان

متقي: هېڅوک د طالبانو د حکومت د مخالفت دلیل نه لري

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جون 3, 2026
0
A A
0
وزیر خارجه طالبان مدعی شد هیچ توجیهی برای مخالفت با حکومت این گروه وجود ندارد

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي هېڅ فرد یا سیاسي جریان د طالبانو د حکومت د مخالفت لپاره دلیل نه لري او د دې ډلې حکومت به هیچا ته د مخالفت او سرغړونې اجازه ور نه کړي.

متقي دغه څرګندونې د کابل په «ریاض العلوم» مدرسه کې د یوې وینا پر مهال کړې دي. نوموړي د طالبانو له لیدلوري د اوسني حکومت مخالفت غیر مشروع وباله او له مخالفو سیاسي ډلو یې وغوښتل چې د خپل مخالفت دلیل روښانه کړي.

هغه وویل: «په افغانستان کې د مسلمان په توګه څه شی غواړئ چې نه وي عملي شوی؟» او ادعا یې وکړه چې اسلامي شریعت په ټول هېواد کې پلي شوی او د مخالفت لپاره هیڅ دلیل نه شته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «مخالفت او سرغړونه جواز نه لري او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې مخالفت وکړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته لسګونه پخواني سیاسي مشران، مدني فعالان، خبریالان او دولتي چارواکي له افغانستانه وتلي دي. یو شمېر سیاسي جریانونه هم له هېواده بهر خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ځینې پخواني سیاستوال حضور لري، خو ښکاره سیاسي فعالیت نه کوي. د طالبانو منتقدان وایي چې په افغانستان کې سیاسي فضا محدوده شوې او د ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د آزاد فعالیت امکان نشته.

متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې ادعا وکړه چې د طالبانو بهرنۍ، سیاسي او اقتصادي اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پراخې شوې دي. هغه وویل چې د سیمې له ډېری هېوادونو سره د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ فعالې دي.

د نوموړي په وینا، د سیمې له یوه هېواد پرته د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ په نورو ګاونډیو هېوادونو کې فعالیت کوي. خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت تر خپل کنټرول لاندې راولي او دغه استازولي د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې دې ډلې په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې هم د قونسلۍ او ډیپلوماټیکو خدمتونو یوه برخه ترلاسه کړې ده. خو لوېدیځو هېوادونو ټینګار کړی چې تخنیکي او قونسلي تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

متقي د لوېدیځو هېوادونو په اړه وویل: «له هغو هېوادونو چې شل کاله مو ورسره جګړه کړې، تمه نه لرو چې پر موږ ګلان وشیندي.»

سره له دې چې طالبانو په وروستیو کلونو کې د نړیوالو اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کړې دي، تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې لا هم د پخواني حکومت له استازو سره ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د خپلواک او بې پرې بهرني سیاست خبره وکړه او ویې ویل چې طالبان نه غواړي د سیمې او نړۍ په سیالیو او شخړو کې د کوم لوري ملاتړ وکړي.

نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت او سوداګریزو لارو ته هم اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د طالبانو اقتصادي اړیکې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د پراختیا په حال کې دي.

د هغه په وینا، که یوه سوداګریزه لاره وتړل شي، افغانستان به د سوداګرۍ لپاره نورې لارې ومومي.

د متقي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې کابل په وروستیو کلونو کې د پاکستان سره د ترینګلو اړیکو ترڅنګ هڅه کړې له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.

Latest news, no spam. Unsubscribe anytime.

سرچینې: د ملګرو ملتونو پخوانۍ کارکوونکې فرشته عمادي په کابل کې وژل شوې

هبت الله اخندزاده د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې فرمانونه، شریعت او عمومي بخښنه په جدي ډول عملي کړي

راپور: د افغانستان چاپېریالي بحران د اوبو او اقلیم له ستونزې هاخوا پراخ شوی

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

کشته شدن فرشته عمادی در کابل؛ نگرانی‌ها درباره امنیت کارکنان نهادهای خارجی افزایش یافت
افغانستان

سرچینې: د ملګرو ملتونو پخوانۍ کارکوونکې فرشته عمادي په کابل کې وژل شوې

جون 5, 2026
هبت‌الله آخندزاده: عفو عمومی برای پایان انتقام‌جویی و حفظ امنیت صادر شد
افغانستان

هبت الله اخندزاده د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې فرمانونه، شریعت او عمومي بخښنه په جدي ډول عملي کړي

جون 5, 2026
شبکه تحلیلگران افغانستان: بحران محیط زیست زندگی میلیون‌ها شهروند را تهدید می‌کند
افغانستان

راپور: د افغانستان چاپېریالي بحران د اوبو او اقلیم له ستونزې هاخوا پراخ شوی

جون 4, 2026
منابع: سفارت افغانستان در کویت به دیپلومات طالبان سپرده شد
افغانستان

راپور: د افغانستان سفارت په کویټ کې د طالبانو استازي ته وسپارل شو

جون 4, 2026
پاکستان: توافق نظامی روسیه و طالبان مانع حملات احتمالی ما نخواهد شد
افغانستان

پاکستان وایي د روسیې او طالبانو پوځي تړون د ځواک انډول نه بدلوي

جون 4, 2026
کشف سلاح‌های قاچاق در پکتیا و بازداشت ۲۷ نفر در پرونده‌های مواد مخدر
افغانستان

طالبان وایي په پکتیا کې یې وسلې نیولي او په کابل او هرات کې یې ۲۷ کسان نیولي دي

جون 4, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
طالبان در هرات: زنان بدون «حجاب مورد نظر» بازداشت و به زندان منتقل می‌شوند

طالبانو په هرات کې د ښځو د حجاب د څار لپاره د کورنیو نارینه هم مسؤل وبلل

جون 6, 2026
پوتین به زلنسکی: نخست توافق، سپس دیدار؛ روسیه جنگ را ادامه می‌دهد

پوتین د زلنسکي د مخامخ خبرو غوښتنه رد کړه؛ د اوکراین جګړه لا هم د پای له نښو لرې ده

جون 6, 2026
پس از حمله آمریکا به قشم و سیریک؛ ایران از شلیک موشک خبر داد، کویت و سنتکام رهگیری را تأیید کردند

د ایران او امریکا پوځي تقابل پراخېږي؛ د خلیج فارس امنیت له نوو ګواښونو سره مخ شو

جون 6, 2026
پولیس بایرن یک شهروند ۳۶ ساله افغان را به اتهام قتل بازداشت کرد

په جرمني کې د افغان کډوالو شخړه مرګونې شوه؛ یو تن ووژل شو

جون 5, 2026
دو زن برای نخستین‌بار فرماندهی بوئینگ ۷۷۷ شرکت امارات را بر عهده گرفتند

د اماراتو په تاریخ کې لومړی ځل؛ دوه ښځې د بوینګ ۷۷۷ کپتانانې شوې

جون 5, 2026
کشته شدن فرشته عمادی در کابل؛ نگرانی‌ها درباره امنیت کارکنان نهادهای خارجی افزایش یافت

سرچینې: د ملګرو ملتونو پخوانۍ کارکوونکې فرشته عمادي په کابل کې وژل شوې

جون 5, 2026

مشهور مطالب

  • بنیان‌گذار دانشگاه ادراک در مسیر محکمه کشته شد؛ ابهام در پرونده مالی بدریه جلالی

    ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د «تفریق زوجینو» اصول‌نامه په رسمي جریده کې خپره کړه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبانو د نوي اصول‌نامې له مخې د ماشومانو ودونه قانوني وبلل

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • طالبان د ټیلیفوني تماسونو پر مهال د نکاح پیغام خپروي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مهرباني وکړئ خپل ایمیل (Inbox یا Spam) وګورئ او خپل ګډون تایید کړئ.


  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • تفریح
    • د ژوند طرز
    • وېډیو
SAVED POSTS