له ۱۵۰ څخه زیاتو مخکښو ریاضي پوهانو او علمي څېرو د «لېډن اعلامیې» په نوم د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د مصنوعي ځیرکتیا د وړتیاوو د مبالغې او ناسم انځور وړاندې کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د دغې اعلامیې لاسلیک کوونکو له حکومتونو، علمي بنسټونو او عامه افکارو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د شرکتونو د پراخو تبلیغاتو په وړاندې له احتیاطه کار واخلي او د دې ټکنالوژۍ د استدلالي وړتیاوو په اړه مطرح شوې ادعاوې له خپلواکې ارزونې پرته ونه مني.
د اعلامیې لیکوالان باور لري چې ځینې لوی ټکنالوژیک شرکتونه د پانګونې د جلبولو او د سیالۍ په ډګر کې د خپل دریځ د ساتلو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو وړتیاوې تر واقعي کچې لوړې معرفي کوي.
د دوی په وینا، دا چاره کولای شي د خلکو د پوهې تر څنګ د علمي ارزونو پر بهیر هم اغېز وکړي او د دې ټکنالوژۍ د حقیقي وړتیاوو په اړه ناسم برداشتونه رامنځته کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا ځینې ماډلونه داسې ځوابونه وړاندې کوي چې په ظاهره سم او منطقي ښکاري، خو په حقیقت کې پر ناسمو معلوماتو یا ناسم استدلال ولاړ وي.
لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې پر دغو سیستمونو زیات باور کول کولای شي د علمي څېړنو، څېړنیزو پروژو او مهمو پرېکړو د بهیر لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي.
د اعلامیې لیکوالانو همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې، په ځانګړې توګه په هغو برخو کې چې د وسلو د پراختیا، پراخې څارنې او حساسو پرېکړو سره تړاو لري.
د دوی په باور، که د دې ټکنالوژۍ پراختیا او کارونه له مناسب کنټرول او څارنې پرته دوام وکړي، ښايي د ټولنو لپاره اوږدمهاله او جبران نه کېدونکې پایلې ولري.
مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو کلونو کې د نړۍ د ټکنالوژۍ له تر ټولو سیالیزو ډګرونو څخه ګرځېدلې ده. لویو شرکتونو د پرمختللو ماډلونو د جوړولو لپاره میلیاردونه ډالر پانګونه کړې، او همدې سیالۍ د دې ټکنالوژۍ د وړتیاوو په اړه بحثونه نور هم تود کړي دي.
د اعلامیې لاسلیک کوونکي ټینګار کوي چې د علم راتلونکی باید د انساني قضاوت، انتقادي فکر او نوښت پر بنسټ ولاړ پاتې شي او د علمي پرمختګ مسیر باید یوازې د سوداګریزو موخو او د شرکتونو د سیالۍ له مخې ونه ټاکل شي.
دغه خبرداری په داسې وخت کې خپرېږي چې مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره د زده کړو، څېړنو، اقتصاد او نړیوال امنیت په برخو کې پراخېږي. له همدې امله د دې ټکنالوژۍ د حقیقي وړتیاوو او سوداګریزو ادعاوو ترمنځ د پولې ټاکل د ډیجیټلي عصر له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.














