د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له شي جینپینګ، د چین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن «صبر پای ته رسېدلی دی.»
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې د متحده عربي اماراتو ته نږدې د ایراني ځواکونو له لوري د یوې بېړۍ د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، ترمپ او شي جینپینګ په بیجینګ کې د خپلو خبرو پر مهال د هرمز تنګي د پرانیستي پاتې کېدو پر اړتیا موافقه کړې ده.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږد لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول ګډوډي پکې د نړیوال نفت بازار او نړیوال اقتصاد اغېزمنولی شي.
ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته، چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي وو، په عملي ډول دغه اوبیزه لار تړلې وه؛ هغه اقدام چې د نړیوالې انرژۍ په عرضه کې یې پراخ اختلال رامنځته کړ.
چین د ایران له نږدې شریکانو او د دې هېواد د نفتو تر ټولو ستر پېرودونکی بلل کېږي، او د هرمز د امنیت په اړه د بیجینګ دریځ د شنونکو له نظره ځانګړی اهمیت لري.
امریکا تېره میاشت خپل مستقیم بریدونه پر ایران ودرول، خو د ایران د بندرونو محاصره یې لا هم دوام لري.
هممهاله، د جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې له بنبست سره مخ دي؛ ځکه تهران نه دی چمتو شوی چې خپل اټومي پروګرام ودروي یا د غني شویو یورانیمو زېرمې وسپاري.
شنونکي وایي، د ترمپ تازه څرګندونې ښيي چې د نازک اوربند باوجود، د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د بیا زیاتېدو احتمال لا هم موجود دی.














