د کښتۍچلونې د څار یوې کمپنۍ د معلوماتو له مخې، د قطر یوه د مایع طبیعي ګاز (LNG) وړونکې بېړۍ د رأس لفان بندر له پرېښودو وروسته د پاکستان د قاسم بندر پر لور د هرمز تنګي له لارې تېره شوې ده.
راپورونه ښيي چې دا کېدای شي له ایران سره د جګړې له پیل وروسته د قطر د LNG یوې بېړۍ لومړنی عبور وي چې د هرمز تنګي له لارې ترسره کېږي.
قطر انرژي تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته د هرمز تنګي د کښتیو تګ راتګ محدود کړی و؛ هغه اقدام چې د نړۍ د انرژۍ د امنیت په اړه پراخې اندېښنې رامنځته کړې وې.
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اوربند رامنځته شوی، واشنګټن اعلان کړی چې د ایران سمندري محاصره به دوام ولري.
د هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو او ګازو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.
شنونکي وایي، د دغې بېړۍ بریالی عبور ښيي چې ښايي د خلیج فارس په سمندري لارو کې ترینګلتیا په نسبي ډول کمه شوې وي، خو د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک او شکننده ګڼل کېږي.
د انرژۍ نړیوال بازارونه د هرمز تنګي وضعیت له نږدې څاري، ځکه هر ډول اختلال کولای شي د نفتو او ګازو نړیوال قیمتونه اغېزمن کړي.











